میخانیکي تعادل (انډول)، قوه، موازي قوې، د یوې قوې تجزیه، دوه بعدي حرکتونه، لحظوي سرعت، دایروي حرکت، تعجیل یا شتاب.
د یولسم ټولګي فزیک یو منظم او بنسټیز درسي کورس دی چې زدهکوونکو ته د میخانیک، حرکت، قوې، کار، انرژۍ، مومنتم، فشار او سیالاتو اړوند مهم فزیکي مفاهیم په ساده او روښانه ډول ور زده کوي. په دې کورس کې زدهکوونکي د میخانیکي تعادل، قوو، متلاقي او موازي قوو، د قوې محصلې، د قوې مومنت یا تورک، د قوې زوج، د قوې تجزیې او د تعادل د عمومي شرطونو په اړه پوهه ترلاسه کوي. وروسته د یو بعدي او دوه بعدي حرکت، موقعیت او د موقعیت بدلون، لحظوي او منځني سرعت، تعجیل، د موقعیت ـ زمان او سرعت ـ زمان ګرافونه، ثابت تعجیل لرونکی مستقیمالخط حرکت، د حرکت معادلې، آزاد سقوط، پرتابي حرکت او مایل غورځولو موضوعات زده کوي. همدارنګه د دایروي حرکت، لحظوي زاویوي سرعت، دایروي متشابه حرکت، خطي سرعت، مرکزي تعجیل او د دایروي حرکت ډینامیک هم تشریح کېږي. د کورس په نورو برخو کې د نیوټن د جاذبې قانون، وزن او د جاذبې تعجیل، پراشوت، لفټ، د مصنوعي سپوږمیو د حرکت دایروي مدارونه، کار، میخانیکي انرژي، طاقت، حرکي او پوتنشیل انرژي، تحفظي او غیر تحفظي قوې، خطي مومنتم، امپولس او د ټکرونو ډولونه هم شامل دي. سربېره پر دې، زدهکوونکي د اتموسفیر فشار، په محصور شوو مایعاتو کې فشار، د پاسکال قانون، د ارشمیدس قانون، متحرک سیالونه، د برنولي معادله او د هغې تطبیقات، د الوتکې وزرونه، محرکه او چتوونکې قوه، لزوجیت او د طوفاني جریان پدیده زده کوي. د دې کورس موخه یوازې د تعریفونو او قوانینو حفظول نه دي، بلکې زدهکوونکي د فزیکي پدیدو د تحلیل، د ګرافونو د تفسیر، د قوانینو د عملي کارونې او د فزیکي مسئلو د حل کولو وړتیا هم ترلاسه کوي، څو وکولای شي د فزیک اصول په ورځني ژوند، طبیعي پدیدو او تخنیکي وسایلو کې په ښه توګه درک او وکاروي.
سمیع الله امر خیل
teacher
هنوز نظری ثبت نشده است.